Banner

ټپه ايزې: نبيله غزل

18.07.2009 20:14

راليږونکی : نبيله غزل

ټليفونشميره:

برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com

سرليک: ټپه ايزې

نېټه: 18.07.2009 15:27
ټپه ايزې

زړه به مې خپل اوبه اوبه کړم
ته چې خفه شې زه به څه کړم
زما قسم دی بيا به نه کړم
په خوله به جنګ درسره وکړه
د بڼو لاندې به زارۍ درته کومه

پرېږده چې سترګې کړمه تورې
ولې غوسه غوسه راګورې
له تا نه ځار ادکۍ مورې
زما د خيال جامې دي نورې
دا شين کميس د يار ديدن ته جوړومه

د سترګو تور د زړه درمان شه
پوره د زړه دې هر ارمان شه
زما د زړه وړوکی خان شه
جانانه راشه ادم خان شه
د درخانۍ مينه په ما وکړه مئېنه

ګرانه؛ که سپين مې تور کاکل شي
ما دې خدای مړه کړي که د بل شي
زړه مې دې وران لکه کابل شي
زما په سترګو کې دې ګل شي
که به يې ستا په مينه بل ته غړومه

که مې بدبخته مينه نه کړای
درد به مې ولې ولې هر باڼه کړای
نه به مې شپه ورځ ژړېده کړای
د تورو جنګ وای ما به وکړای
د نصيب جنګ دی وارخطا ولاړه يمه

نبيله غزل , پېښور

سمون 03.04.2010 09:06

deri khkulai aw ph zra pori Tapeze de Aghli Nabila jan..stasi dh noro khkulao aw khasita tapezo pa hela

م٠ابراهیم ماموند 06.12.2009 15:41

la tashrifaati khabaro ba ter sham kho pa Pakhtan jhaba ba wawayem che der kha, khkule tapa ize di, Sakhtan taala mo qalam tera aw grandai lara.
manana!

حکیم 30.08.2009 01:25

وهههههههههههههههههه څومره خوند ، دا توري خو د یو بل سره داسې پیلي دي لکه لونګ چې د امیل په لړونو کې او تر منځ يې د ملغلرو ځلا هم وي ما ته خو يې ډیر خوند راکړ
ما وې د غمه به د مړ شم
قسم دی یاره بې نيټې نشته مرګونه

که په ژاړا چیرته کیدی شوی
دومره ژاړه وي چې یې زه در پسې کړمه

عزيز 22.08.2009 05:00

ګراني نبيله جاني، الله دې ونازوه.
يقين وكه چې ستاسو ټپه ايزې مې دومره زياتي خوشي شوې, چي دستايلو نه يي عاجز يم, زكه زه داسي يو شخص يم چي دشعر سره مې نه لګي, خو د ټپو نه داسي متأثره كيږم لكه شراب چې دانسان په عقل تـاثير كوي, خو كله چې ما ستاسو ټپه ايزې وويلې ګمان مې وکه چې دانور بيتونه هم ټپې دي.
خو په لاندې ټپيزه سم پوه نه شوم,

پرېږده چې سترګې کړمه تورې
ولې غوسه غوسه راګورې
له تا نه ځار ادکۍ مورې
زما د خيال جامې دي نورې
دا شين کميس د يار ديدن ته جوړومه

په اول بيت كي مور ته سوال كوې, ما پرېږده چې سترګې تورې کړم, او په اخر كې وايې چې:
زما د خيال جامې دي نورې
دا شين کميس د يار ديدن ته جوړومه

زه نه پو هيږم چې ته اوس سترګې توروې او كه ديار لپاره شين کميس جوړوې؟؟؟ او په يو وخت كي دوه كاره نه كيږي!!!.

په مينه.
عزيز

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.